پنج شنبه, ۹ وری ۱۴۰۳

why-wordpress
154772694675210600

پاکستان: افغانستان ته له ګوادر څخه د توکو د لیږد رالیږد اجازه ورکوو

18 April 2020

د پاکستان حکومت ویلي دي چې د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته د مالونو وړلو راوړلو اجازه ورکوي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د پاکستان د سوداګرۍ خونې او د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې غوښتنلیکونو ته په کتو یې پرېکړه کړې چې له ګوادر بندره افغانستان ته د غنمو، بورې او سرې یا کود د انتقال اجازه ورکړي.

اعلامیه وايي، دا اجازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزېټ سوداګرۍ موافقې پر اساس ورکوي چې ورسره به له ګوادر بندر څخه افغانستان ته واردات شوني شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې چین ویلي وو چې له خپل هیواده یې یوه سوداګریزه محموله په دې لار افغانستان ته لیږدولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ګوادر بندر توکي که افغانستان ته راتیریږي نو په سپین بولدک به راځي چې پاکستان پر دغه لار لا له پخوا څخه زرګونه افغان لارۍ ایسارې کړې دي.