there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
کنینګهم: طالبان اوس هم نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پالي
04 August 2020
د سرچینو په حواله که څه هم د اختر لپاره درې ورځنی اوربند پای ته رسېدلی خو؛ په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر جیمز کنینګهم د دې اوربند په غځېدو ټینګار کړی دی.
کنېنګهم زیاته کړې، چې اوس د دې وخت دی، چې د سولې لپاره د باور فضا نوره هم پیاوړې شي او په خبره یې اوربند د دې فضا د پياوړتیا لپاره تر ټولو ښه لاره ده.
هغه ویلي طالبان باید امریکا سره پر شوې هوکړې عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره دې د زندانیانو پر خلاصون ټینګار نه کوي.
د نوموړي په وینا طالبانو له هوکړې دا سرغړونه هم کړې ده، چې تر دې دمه یې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې او اوس یې هم پالي.
هغه ویلي موخه باید سوله وي نه د زندانیانو خوشې کېدل.
د کنېنګهم په وینا واقعي سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان او افغان حکومت ګامونه پورته کړي.
نوموړي د بین الافغاني خبرو په لړ کې د هغو زندانیانو پرخلاصون ټینګار کړی کوم، چې ویل کیږي په جنایي جرمونو ککړ دي.