شنبه, ۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
N83174666-72786252

ولسمشر غني او عمران خان پر مهمو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړې

04 August 2020

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ ناوخته یو بل ته د اخترمبارکۍ ترڅنګ پر مهمو سیمه ییزو موضوعاتو خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، صدراعظم عمران خان د افغانستان ولسمشر ته د اختر مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې وویل چې سږ کال دا لوی اختر په داسې وخت کې راغی چې نړیواله ټولنه د کورونا وایرس په ګډون له یو شمېر ستونزو سره مخامخ ده.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، عمران خان له ولسمشر غني سره په خبرو کې د کورونا وایرس له کبله د انسانانو پر مړینو خواشیني ښکاره کړه او هیله یې وکړه چې دا وبا ژر کنټرول شي.

صدراعظم عمران خان په خپل هیواد کې د کورونا وایرس په وړاندې د خپل حکومت د ستراتیژۍ په اړه د افغانستان ولسمشر ښاغلي غني ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې زیات تمرکز یې پر دې دی چې د خلکو ژوند وژغورل شي، اقتصاد یې زیات تاوان ونه ویني او په مجموع کې اقتصاد خراب نه شي.

د دې ټېلفوني خبرو په لړ کې د دواړو هیوادونو مشرانو د افغانستان د سولې پر پروسې هم خبرې وکړې.

عمران خان د افغانستان د سولې په پروسه کې د خپل هیواد د مثبت رول یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.

ده همداراز وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې موافقه به د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو سبب شي.

تر دې وړاندې هندي رسنیو وویل چې د دغه هیواد صدراعظم او د افغانستان ولسمشر د ویدیوکنفرانس له لارې د دوشنبې په ورځ خبرې وکړې.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره د افغانستان د ولسمشر د خبرو په باب څه نه دي ویلي.

پاکستان,د پاکستان صدراعظم,عمران خان,کشورآژانس,ولسمشر,ولسمشرغنی