there is not post in layout 2
د طالبانو رژيم څخه د سیمې مخ اړول
جمشید یما امیري- ورځپاڼه لیکونکی پر افغانستان د طالبانو...
there is not post in layout 2
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او ټام ویسټ د افغانستان په اړه خبرې وکړې
21 September 2022
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، بلاول بوټو زرداري د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره په لیدنه کې له طالبانو سره د نړیوال تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.
په دې غونډه کې ښاغلي ویسټ د طالبانو له خوا د افغانانو د بنسټيزو ازاديو د سرغړونې په اړه خپله “ژوره اندېښنه” څرګنده کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سه شنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي زرداري په نیویارک کې ټام ویسټ ته وویل، “یو سوله ییز، باثباته او سوکاله افغانستان د پاکستان لپاره لومړیتوب لري.”
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د سیمه ییزې اجماع په جوړولو کې د پاکستان د اسانتیاوو په هڅو ټینګار تر څنګ دواړو لورو افغانستان ته د بشري مرستو پر رسولو هم ټینګار کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې وویل، په افغانستان کې د بشري ستونزو او بې وزلۍ په حل کې پاتې راتلل د کډوالو د ډله ییزې کډوالۍ لامل کېدای شي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتلي او په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره یې پر ګډو هڅو خبرې کړې دي.
د امریکا ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې طالبان باید تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو په اړه خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.