شنبه, ۱۵ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
169755065

له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو دوام؛ تېره اونۍ څه باندې ۷زره کډوال ایستل شوي

22 September 2022

طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په تېره یوه اونۍ کې له ایران څخه افغانستان ته د څه باندې ۷زره افغان کډوالو د ستنېدو خبر ورکړی دی.
د کډوالو او ستنېدو چارو وزارت د معلوماتو په اساس یاد افغان کډوال د روانې وږې میاشتې له ۲۳ مې نېټې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۳۰ مې له ایران څخه په زوره او خپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.
یاد افغان کډوال چې شمېر ۷۲۲۴ تنو ته رسیږي د یاد وزارت په وینا په هرات کې د اسلام قلعه او په نیمروز کې د ورېښمو پل له لارې افغانستان اوښتي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وازرت د معلوماتو له مخې له یادو افغان کډوالو له نیمايي زیات یې په زوره له ایران څخه ایستل شوي دي. ددوی په وینا له ایران څخه د ایستل شوو افغان کډوالو سره په هرات او نیمروز کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو سازمان (IOM) لخوا لومړنۍ مرستې هم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په ایران کې له افغان کډوالو سره د هغه هیواد د امنیتي پولیسو لخوا د مړینې تر کچې د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.
بلخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د جون میاشتې۲۰مه د کډوالو په نړیواله ورځ د ایران له حکومت څخه وغوښتل چې پدې هیواد کې میشتو افغان مهاجرینو ته دې د بشردوستۍ اسانتیاوې برابرې کړي.
د کډوالو په چاروکې د ملګرو متلونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کوی چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.
تر دې مخکې د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا اروپایي هیوادونو ته د پنا اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.
خو د بخښنې نړیوال سازمان په تېره اګست میاشت کې وویل چې ایران او ترکیه د نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هیوادونو ته د افغان کډوالو د داخلیدو مخه نیسي.
دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې یاد هیوادونه افغان کډوال په زور باسي چیرې چې هغوی د طالبانو په رژیم کې د مرګ تر کچې ګواښونو سره مخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاتوي، ډیری دغه کسان بیوزلي دي چې پاسپورت او یا هم د سفر نور قانوني اسناد نلري او دا کار ددې لامل کیږي‌ چې هغوی د سرحدي پولیسو له خراب غبرګون سره مخ شي او بیرته په شاه وتمبول شي.
د کډوالو ملاتړ نړیوالو بنسټونو د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د تېر یو کال راپدېخوا د نظام تر بدلون وروسته په دغه هیواد کې د بېکارۍ د کچې زیاتوالي او اقتصادي بحران پراخېدو له امله له دغه هیواد څخه د ایران په ګډون ګڼو هیوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر زیات شوی دی. خو طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.