شنبه, ۱۵ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
654

په کابل پوهنتون کې د سلګونه نجونو مسمومیدل

02 October 2022

د کابل پوهنتون د نجونو په لیلیه کې له اوسېدونکو ۱۵۰۰ تنه نجونو له جملې ۱۰۰۰ تنه نجونې مسمومې شوي دي.
د کابل پوهنتون په لیلیه کې اوسېدونکې یوې محصلې مهسا -مستعار نوم- د خپل نوم د نه ښودلو په شرط راته وویل، چې دا پېښه تېره شپه د ډوډۍ خوړولو څخه ورسته شوې ده. په لیله کې اوسېدونکې نوجونې وایي چې مسموم کېدو ورسته یې د لیلیې مدیرې ته شکایت وکړ، خو هغې یې په خبرو باور ونکړ، او ترسهاره یې مسمومو شویو نجونو ته شفاخانو ته د انتقال اجازه ورنکړه.

مهسا وایي چې “د لیلیې چارواکي په روغتنون کې نجونو ته یوازې د سیرمونه د لگولو اجازه ورکوي، خو د بل هر ډول طبي معایناتو د اجرا مخه نیسي.” هغې زیاته کړه، چې “دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې له لیلیې د باندې له خپلو خپلوانو او دوستانو مرسته تر لاسه کړي.”

تر دې وړاندې د کابل پوهنتون په ځینو فېسبوکي گروپو کې د یک شنبې په ورځ نجونو لخوا د لاریونونو د ترسره کولو آوازه وه. شک دا دی چې دا نجونې د همغو لاریونونو د مختل کېدو په هیله قصداً مسومې کړای شوې وي.