پنج شنبه, ۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
11

کابل کې د ښځينه زده‌کوونکو د هنري اثارو نندراتون جوړ شو

02 October 2022

کابل کې د “اکسپرټ هنري مرکز” د یو شمېر زده‌کوونکو د نقاشۍ شاوخوا ۷۰ اثاره نندارې ته وړاندې شول.

د ياد نندارتون جوړوونکو په وينا، د نندارتون موخه هنري برخو ته د ښځو هڅونه ده.

د دغه يو ورځني نندارتون یو شمېر ګډونوالې هغه زده کوونکې وې، چې له زده‌کړو محرومې دي او اوس یې په‌ دې کار سره ځانونه بوخت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو څه باندې يو کال تېرېږي، خو لا هم له شپږمو ټولګيو پورته افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي او ښځينه زده‌کوونکي د خپلې نامالومې راتلونکې په اړه سخته اندېښنه لري.