پنج شنبه, ۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
54654

نورا فتحي د فوټبال نړیوال جام پرانيست‌غونډه کې ګډون کوي

06 October 2022

د بالیووډ نوموتې اداکاره او د نڅا ستورې نورا فتحي به د فوټبال نړیوال جام په پرانيستي مراسمو کې ګډون وکړي.

دغه سیالۍ د قطر هېواد په کوربه‌توب د روان کال د نومبر په ۲۰مه پيلېږي.

نورا پر خپل انستاګرام د فیفا نړیوال جام لپاره د رسمي سندرې یوه برخه خپره کړې او ويلي يې دي، چې یاده سندره به د روان کال د اکتوبر په ۷مه نېټه خپره شي.

دغه سندره د نورا فتحي او دوو نورو سندرغاړو لخوا ويل شوې ده.