شنبه, ۸ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
First

د عمران خان د وژلو ناکامه هڅه؛ په پاکستان کې سياسي ناورين نوی پړاو

04 November 2022

جمشېد یما امیری

د عمران خان د وژلو ناکامې هڅې، د پاکستان سیاسي ناورين پراخ کړی. عمران خان، چې په سرزورۍ مشهور دی، د خپل پراخ ملاتړ او کم ساري ولسي اغېز له درک کولو سره، قدرت ته د بیا ستنیدو ټینګار کوي، خو واکمن ګوندونه د پوځ په ملتیا، په ټول قوت د هغه د بیا واکمنيدو د مخنيوي هڅه کوي.

ښاغلي خان له واکه په اووه مياشتيني لیرې والي کې ډېر فشارونه زغملي دي. محکمې د پوليسو يوه افسر او قاضي ته په سپکاوي تورن کړ، د ټاکنو کميسيون ترې په ټاکنو کې د بيا ګډون صلاحيت واخيست، خو عمران خان چې باور لري سياسي ګوندونو د امریکا په مرسته ګوښه شوی، شاته شوی نه دی او په پرله پسې ډول ېې پراخ ولسي اعتراضونه تنظیم کړي دي.

ښاغلي خان ولسي اعتراضونو ته له راوتو مخکې، د ګواښونو او خطرونو له درک کولو سره، په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل احتمالي مرګ عاملان او مسوولان افشا کړل. هغه وويل، چې که د اعتراضونو پر مهال ووژل شي، ویډیو خپریږي څو خلک پوه شي، چې د مرګ شاته ېې د چا لاس دی.

عمران خان ویلي، چې دی د نوازشریف او پرویز مشرف په شان هېواد نه پریږدي؛ بلکې د ازادۍ او عدالت د ټينګښت لپاره ځان قربانولو ته چمتو دی.

عمران خان د لاریونونو دویم پړاو د« حقیقي ازادۍ» په نوم يوه اونۍ وړاندې له لاهوره پیل کړ. عمران خان، چې په راولپنډۍ کې د بينظیر بوټو د ۲۰۰۷ د‌ دسمبر د ۲۷ مې د ټاکنيزو هڅو پر مهال د وژل کیدو پېښه ېې په ياد ده، خپل لاریونونه ېې له ځانګړو امنيتي ترتيباتو سره پیل کړل. د‌ دغو لاريونونو پر مهال د احتمالي ترهګریزو خطرونو د مخنيوي لپاره، د عمران خان پر موټر د مرمۍ ضد کانتينر فعال شوی و.

له دې ټولو پراخو تدابيرو سره، خان د پنجشنبې په ورځ وسله وال برید سره مخ او پر پښه څو ګولۍ ولګېد.

د هغه د وژل کیدو‌ د ناکامې هڅې په غبرګون کې، په پېښور، لاهور او راولپنډۍ ښارونو کې زرګونو تنو لاریونونه پیل کړل. د خان پلويان پوځ تورنوي، چې د ښاغلي خان د ختمولو هڅې کوي، خو پوځ ویلي، چې د دغې پېښې د عاملینو د موندلو لپاره ېې څېړنې پیل کړي دي.

ورځ تر بلې اقتصادي ناورين، د پاکستاني کلدارو بې ساری سقوط، د خوراکي توکيو، نفتو او ګازو بیساری لوړوالی، د بریښنا کمښت، فقر، وزګارتیا، فساد او پر بهرنیانو مالي تکیې په پاکستان کې نا رضایتي لوړې کچې ته رسولی دی.

د‌ پاکستان خلک دوه واکمن ګوندونه ( مسلم لیګ او د خلکو ګوند) د هېواد د رامنځته شوي سياسي، ټولنيز او اقتصادي وضعیت مسوول بولي.

عمران‌خان هم، له خپلو ځانګړو فردي- پوپولیستي حرکتونو او په ټولنه او خلکو کې له بیساري اغېز سره د لوبې ميدان په خپله ګټه اړولی.

۷۰ کلن عمران خان د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان دی. هغه د پاکستان د واکمن سياسي دود برعکس، له سياسي کورنۍ څخه نه دی راوتی. د‌ « تحریک انصاف » تاريخ تر ۲۵ کلونو ډېر نه دی. هغه توانیدلی، چې په دې موده کې تحریک انصاف د پاکستان د سياسي تاريخ په تر ټولو ځواکمن ګوند بدل کړي، تر دې چې که د ټاکنو پلان وي، د پاکستان له جوړیدو سره رامنځته شوي دوه لوی ګوندونه ( د خلکو ګوند او قايد اعظم) تاريخي ګوندونه يې د ګډ ايتلاف سره -سره د سيالۍ وس نه لري.

عمران‌خان د پاکستان د معاصر تاريخ په تر ټولو منلې څېرې بدل شوی، تر دې چې له هرو ۱۰ پاکستانيانو څخه ۷-۸ یې د عمران خان پلویان دي. د عمران خان د وژلو ناکامې هڅې د هغه ټولنيز- ولسي محبوبيت نور هم پیاوړی کړی او پاکستانیان نوموړی د خپل هېواد ژغورنکی بولي.

ښاغلی خان به د پاکستان د پوځ پر وړاندې څه وکړي؟

عمران خان به له شک پرته په روانو ناندریو کې تسلیم نه شي. هغه له دې پېښې وروسته وویل، چې همدغه شان به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. ليدل کيږي، چې وروستي برید د بریالیتوب لپاره د هغه اراده پیاوړې کړې ده.

د پوځ په ملتیا د شريف او زرداري ایتلاف بيا دې ته ملا تړلې،‌ چې د عمران خان د بیا راتلو مخنیوی وکړي. د خان اصلي غوښتنه له وخته د وړاندې ټاکنو ترسره کول دي. خو دوه واکمن ګوندونه او پوځ پوهیږي، چې له وخته مخکې ټاکنې د عمران خان د غوڅ برياليتوب په مانا دي او دوی ټول له دې پايلې څخه وېريږي.

د عمران خان راستنېدل د خلکو او مسلم لیګ ګوندونو د کار پای ته رسېدو په مانا دي. عمران خان به په ټاکنو کې له غوڅ برياليتوب سره،‌ د دوو ځواکمنو حاکمو ګوندونو تاريخ پای ته ورسوي.

تر ټولو مهمه دا ده، چې خان پر پوځ ځغرده نیوکې کوي. هغه په وروستيو کې د پاکستان د پوځي استخباراتو رییس تورن کړ، چې د اساسي قانون او نورو واکمنو قوانینو خلاف یې پوځ او استخباراتي بنسټونه په سياسي مسايلو کې ښکېل کړي.

د پاکستان د استخباراتو رییس د دغه هېواد په تاريخ کې په لومړي ځل د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د هېواد د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې. پوځ د عمران خان د پياوړي ټولنيز ملاتړ له درک سره پوهیږي، چې واک ته د خان ستنیدل د پاکستان د قدرت معادله کې د پوځ بې قید و شرطه واکمني پای ته رسوي.
دا نیږدې ټولو ته روښانه ده، چې په پاکستان کې د لوبې قاعده د پاکستان په لاس کې ده. په همدې دليل، د پاکستان هېڅ لومړی وزير د خپلې پینځه کلنې دورې په پوره کولو نه دی بریالی شوی. د عمران خان بیا را ستنیدل کولای شي، چې پوځ د سیاست له آسه را ښکته کړي.

د پوځیانو او سياسي مشرانو پخواني ناندرۍ تل د پوځ په ګټه پای ته رسیدلي دي. سياسي مشران يا تبعيد شوي يا وژل شوي او د چارو واګې په لاس کې نيولي دي.

اوسنی سياسي کشمکش، چې د پاکستان په سیاسي تاریخ کې بېساری او نوی نه دی، معلومه نه ده چې څه پايله به ولري.

دا پایله که هر څه وي، د پاکستان سياسي راتلونکی چندان روښانه نه ښکاري او وروستۍ پېښه د دغه هېواد د سیاسي ناورين پېچلتيا او ژورتيا زياتوي.

لاندينۍ ویډیو، چې په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې، په وزير آباد سیمه کې پر عمران خان د برید شېبه په شېبه حالت څرګندوي.