سه شنبه, ۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
First

کرزی: پاکستان په کراچۍ کې زر افغانان بندیان کړي

07 November 2022

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې پاکستان د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا يوولس سوه افغانان په سند ایالت کې نیولي او بندیان کړي دي.

د کشور نیوز د راپور له مخې، ښاغلي کرزي له افغان کډوالو سره د پاکستان په چلند خواشيني او انديښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې غوښتي، چې کډوالو سره د نړیوالو موازينو، بشري حقونو او ګاونډیتوب د اصولو په اساس ښه چلند وکړي.

حامد کرزي دغه راز له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي، چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د ژوند د شرايطو د ښه کیدو او د دوی د دفاع لپاره لاس په کار شي.

د پاکستان چارواکو او د طالبانو اداری په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د افغانستان د نظام له سقوط وروسته سلګونه زره افغانان سیمه ییزو هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران او پاکستان ته پناه وړې ده.

نړيوالو بنسټونو تل په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو سره د ناوړه چلند له امله شکایت کړی دی.