جمعه, ۷ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
Untitled-2

ترکېې نه د افغان کډوالو د ډله ييزې ويستو لړزونکي راپورونه

19 November 2022

د بشري حقونو د څار سازمان په یوه ځانګړي راپور کې ويلي، چې ترکیه د افغان کډوالو په نیولو، ویستو او ډله ییزې شکنجې لاس پورې کوي ‌

د کشور نیوز د راپور له مخې، ياد شوي سازمان نن په یوه ۷۳ مخیز راپور کې وويل، چې ترکېې له تېر یوه کال راهیسې لسګونه زره افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې ويستي.

د دغه راپور په اساس، د ترکېې حکومت پرته له دې چې د پناه غوښتونکو غږ واوري، هغوی په ډله ییزه توګه افغانستان ته لیږي او يا ېې ترکېې ته د ورتلو مخه نیسي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ترکېې دغه اقدامات د نړیوالو کنوانسيونونو خلاف بللی او ویلي، چې دغه هېواد په لویدیزو هېوادونو کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې د نوم لیکنې خنډ هم ګرځیدلی.

ياد شوي سازمان له لسګونو هغو افغانانو سره هم خبرې کړي، چې په زوره یې ګوتې او لاسلیکونه اخیستل شوي او د هغو په اساس په زوره افغانستان ته استول شوي.

د راپور مطابق، په تېر یوه کال کې شاوخوا ۴۵ زره دغسې افغان پناه غوښتونکي په زوره کابل نړیوال هوايي ډګر ته ستانه کړل شوي او هم ترکيې ته د شاوخوا ۳۰ زره تنو نورو افغان پناه غوښتونکو د ورتلو مخنيوی شوی دی.

په ډله ییزه توګه د کډوالو ویستل د اروپا د بشري حقونو د کنوانسيون او د ۱۹۵۱ د نړيوال کنوانسيون خلاف عمل ګڼل شوی.

ياد شوي کنوانسيونونه، دولتونه مکلفوي چې د کډوالو پر وړاندې له ډله ييزو اقداماتو ډډه وکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې له ترکېې غوښتي، چې دغو اصولو ته غاړه کیږدي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، میلیونونه افغانان ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په دوی کې اکثره پخواني دولتي چارواکي، د امنیتي او ملکي منسوبین دي. دوی د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، خپلې دندې له لاسه ورکړي او ژوند یې خطر کې دی.