پنج شنبه, ۶ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
First

د ښځو په اړه محدويتونو د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات زیات کړي

31 December 2022

باخبره سرچينې وايي، چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو تازه پرېکړو د دې ډلې د مشرانو ترمنځ ناندرۍ تر دې حده زیاتې کړي، چې هرې ډلې د بلې پر وړاندې خپل ځواکونه منسجم کړي دي.


طالبانو تېره اونۍ ښځې پوهنتون ته له تلو په نادولتي موسسو کې له کار کولو منع کړې.

دوی سربېره پر دې، ښځې له ورزشي مرکزونو، تفریحي پارکونو،عمومي حمامونو او نورو فعاليتونو هم منع کړي دي.

طالبانو له اویا کیلومترو څخه د ډېر سفر حق هم له ښځو اخیستی.

دغو پريکړو د افغانانو تر څنګ د نړیوالې ټولنې او یو شمېر اسلامي هېوادونو توند غبرګونونه پارولي دي.

د طالبانو داسې فرمانونه له سویلي ښار کندهار څخه د دوی د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده له لوري صادر او د طالبانو د علماوو شورا له لوري اعلانیږي.

د خلکو د معلوماتو له مخې، د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب (چې د طالبانو د موسس ملا محمد عمر زوی دی) او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني (چې د حقاني شبکې مشر او ا ایف بي ای تر څار لاندې دی) هڅه کړې څو د وروستیو فرمانونو په اړه خپل امیرالمؤمنین سره وویني، خو ملا هبت الله د دوی لیدل رد کړي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر منځ په دې اړه ناندرۍ دومره پياوړي شوي، چې دغو دواړو ډلو خپل سرتېري منسجم کړي.

ملا یعقوب او سراج الدین حقاني خپل ځواکونه په کابل کې منسجم کړي، په داسې حال کې چې د ملا هبت الله مرکز په کندهار کې دی، چېرته چې طالبان په ۱۹۹۰ کې رامنځته شول.

د طالبانو اوسنی پوځ له طالب جنګیالیو او د امریکا له لوري له روزل شويو سرتېرو څخه، چې تېر کال ېې ماتې وخوړه،جوړ شوی.

د طالبانو د اوسنۍ ادارې اکثره پخواني جنګسالاران او جنګي مشران دي، چې لا هم زرګونه وفادار جنګیالي دي.

د سرچينو له مخې، د طالبانو دوه ځوان رهبران ( ملا یعقوب او سراج الدین حقاني) په اوسني رژيم کې له امریکا څخه پاتې شویو د‌ میلیاردونو ډالرو تجهيزاتو ته لاسرسی لري.

په داسې حال کې، چې د ملا هبت الله جنګیالي او ورته ژمن سخت دریځه ډلې تر ډېره په کندهار کې مېشت او حاکم دي.

د طالبانو د واکمنۍ مرستیال ویاند بلال کریمي د دوی تر منځ اختلافات رد کړي او ويلي، چې د ملا یعقوب او سراج الدين حقاني د ادعا شويو هڅو په اړه معلومات نه لري.

نوموړي بلومبرگ ته په ټلیفوني اړیکه کې ویلي، چې ټول طالبان د خپل امیرالمؤمنین پریکړو ته درناوی لري.

د سراج الدين حقاني ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، چې نوموړی په اسلامي چاپېريال کې د ښځو د زده کړو او کار غوښتنه لري.

د ملا یعقوب ویاند په دې اړه څه نه دي ويلي، خو خپله ملا یعقوب تېر اګسټ ملي ټلويزيون ته وويل، چې د نجونو د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره جدي دی.

څو مياشتې مخکې د طالبانو يوه قومندان مهدي مجاهد په سرپل کې له دې ډلې سره پریکون او د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړ، چې وروسته ايران ته د تېښتې پر وخت طالبانو ونيوه او ویې واژه.

طالب مشرانو د کابل د نيولو پر وخت نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ښځو حقونو ته درناوی کوي او د زده کړو اجازه به ورکړي.

خو د دوی امیرالمؤمنین د روان میلادي کال له پیله د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ۱۹۹۰ سخت دریځه قيودات بيا حاکم کړل.

نوموړي د یوه وینا پر مهال نړیوالې ټولنې ته وویل، چې که اټوم بم هم پرې وکارول شي، د هغو سخت دريځو قوانینو له عملي کیدو لاس نه اخلي، چې د اسلامي شريعت د تطبيق په نوم ېې عملي کول پیل کړي.