پنج شنبه, ۹ وری ۱۴۰۳

why-wordpress
hamid12

غزني کې ۲۶۵ ښوونځي ودانۍ نه لري

25 August 2019

د غزني د پوهنې رئیس محب الرحمن انصار وايي، په دغه ولایت کې لا هم د ۶۲۵ بابه ښوونځیو له جملې ۲۶۵ یې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې په اوړي کې سره لمر او په ژمي کې سړې هوا ته تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

تير ۱۳۹۷ م کال کې کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني ژمنه کړې وه چې په ټول هيواد کې به شپږ زره ښوونځي جوړوي خو په غزني کې د دغه ښوونځيو د جوړونې ژمنه لا هم ده عملي شوې.

په غزني کې د پوهنې رئيس محب الرحمن وايي، د دغه ۱۳۷ بابه ښوونځيو له جملې څخه د ۳۷ ښوونځيو د جوړونې چارې پيل کړي او امید دی د پاتې نورو کار هم په دغه مياشت کې پيل شي.

د غزني د پوهنې چارواکي وايي، نږدې ديرش به لا هم نیمګړي پاتې وي.

په غزني کې یو تن مدني فعال بيا د ښوونځيو د نه جوړولو پړه پر چارواکو اچوي نوموړی وايي، وسله وال طالبان د ښوونځيو جوړولو په برخه کې هيڅ ستونزه نه لري زياتوي په دې برخه کې د چارواکو له خوا فساد او د خلکو بې غورۍ د دې لامل شوي چې ډيری ښوونځي بغير له ودانۍ پاتې دي.

پوهنی,ښوونځي,ولایت غزنی,ولسمشر