جمعه, ۱۴ ثور ۱۴۰۳

why-wordpress
69878797_2440992616155322_8217873901703659520_n

افغانستان په ټسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

10 September 2019

 د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پرون دوشنبه له کوربه هېواد بنګله دېش ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې په ۲۲۴ منډو لویه ماتې ورکړه.

د افغانستان کپتان راشد خان په دې لوبه کې ټولټال ۱۱ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

 پرون دوشنبه بنګله دېش خپله دویمه پاڼۍ په داسې حال کې بیا پیل کړه چې د بریا لپاره ورته ۲۶۲ منډې پکار وه، خو ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او افغانستان د بري لپاره باید څلور وېکټې اخیستې وای.

 د ورځې ډېری برخه د باران قرباني شوه او لوبه پر وخت پيل نشوه. یو مهال داسې ښکارېده چې ښایي هېڅ لوبه ونشي او لوبه بې له کومې پایلې ختمه شي.

 خو د چایو تر دمې وروسته باران ودرېد او افغان لوبډلې د بریا په تکل کې توپ اچونه پیل کړه. لومړی ظاهر خان وتوانېد چې د بنګله دېش مهم توپوهونکي په ۴۴ منډو وسوځوي.

 له دې سره د افغانستان د بري هیله پیدا شوه. خو د بنګله دېش لپاره سومایا سرکار او مهدي حسن تر لسو نورو اورونو هم پر وېکټه ودرېدل او هڅه یې کوله چې لوبه ډرا یو مساوي شي.

 رحمت شاه او اصغر افغان د افغانستان لپاره ډېرې منډې وکړې

خو د افغان لوبډله کپتان په راتلونکو پنځو اورونو کې د لوبې نقشه بدله کړه او د بنګله دېش پاتې درې لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځول.

 په پای کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په خپله دویمه پاڼۍ کې په ۱۷۳ منډو وسوځېده او په دې توګه افغانستان دا لوبه په ۲۲۴ منډو وګټله.

 راشد خان سربېره پر دې چې د بنګله دېش ۱۱ لوبغاړي یې وسوځول، په دې لوبه کې یې د یوې پنځوسیزې په ګډون ۷۵ منډو هم وکړې، او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

 له ده پرته په ډې ټسټ لوبه کې رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۲ منډې وکړې. په هماغه پاڼۍ کې اصغر افغان هم په ۹۲ منډو سره د افغانستان د منډو وضعیت ښه کړ.

Rashid & Nabi

 اصغر افغان په دویمه پاڼۍ کې هم پنځوسیزه پوره کړه. له دوی پرته ځوان توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان لپاره ۸۷ منډې وکړې.

 افغانستان تر دې دمه ټولټال ۳ ټسټ لوبې کړې دي، چې لومړۍ یې د هند پر وړاندې بایللې وه او دویمه کې یې ایرلنډ ته ماتې ورکړې وه.

 له دې وړاندې یوازې د اسټرالیا کرېکټ لوبډله توانېدلې ده چې په خپلو لومړیو ۳ ټسټ لوبو کې ۲ وګټي.

 له دې وروسته به د افغانستان ملي لوبډله پ همدې بنګله دېش کې له کوربه هېواد او زمبابوې سره د پنځوس اوریزه لوبو ټورنامنټ کې برخه اخلي.

 د افغانستان لومړۍ لوبه به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۴ نېټه له زمبابوې سره وي.

 له ټسټ لوبې ور هاخوا پرون دوشنبه د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دریمه لوبه هند ته وبایلله. افغانستان دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له پاکستانه او دویمه هغه یې له کوېټه ګټلې وه.

 په دې حسان د ۱۹ کلنونو لوبډله د دې سیالیو نیمه پایلوبو یا سیمې فاینل ته لار موندلې ده. نیمه پایلوبه کې به افغانستان له بنګله دېش او یا هم د شري لنکا له ۱۹ کلنو لوبډلې سره لوبه کوي.

افغانستان,افغانستان او بنګله دېش,بنګله دېش,کرکت,لوبه